د کندهار- هرات پر لار ترافیکې پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

10 میزان 1399 ساعت 10:37

د کندهار – هرات پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کندهار – هرات پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د تلې ۱۰ مه پر دغه لویه لار د یوه ۴۰۴ او یوه فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد وايي، په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 132070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com