له بین الافغانی خبرو د اروپايي پارلمان ملاتړ او د ارګ هرکلی

10 میزان 1399 ساعت 10:51

اروپايي پارلمان په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو هرکلی کړی، چې دا هرکلی یې د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شوی دی.


اروپايي پارلمان په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو هرکلی کړی، چې دا هرکلی یې د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شوی دی.

افغان حکومت په افغانستان کې په بیړني ډول د تل پاتې اوربند د ټینګیدو د اړتیا په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی دی.

اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې ۹) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي، چې د سولې یو هراړخیز بهیر افغانستان کې د څلورو لسیزو وژنو او ویجاړیو ته د پای د ټکي د ایښودلو، ثبات، امنیت او د سولې راوستلو لپاره یو مخکنی شرط دی.

دغه پارلمان بین الافغاني خبرې په دې برخه کې خورا مهمې بللي وايي، اروپايي پارلمان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هراړخیزو خبرو په اړتیا ټینګار وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي «ټولې سیاسي ډلې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د مدني ټولنې استازي باید د خبرو په ټول بهیر کې برخه ولري.

دا ډیره ضروري ده، چې بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو حقونو د ساتنې ترڅنګ په افغانستان کې هرڅوک د خبرو په بهیر او بل حکومت کې خپل استازیتوب احساس وکړي.»

په ګډه اعلامیه کې په اوسنیو حساسو حالاتو کې د افغانستان دننه ثبات خورا مهم ګڼل شوی دی.

خبر پانه کې ویل شوي«د همدې له امله په وروستیو اونیو کې د تاوریخوالي د کچې لوړیدل غندو او په افغانستان کې د ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو، چې په بیړني ډول تل پاتې اوربند ټینګ کړي. اړتیا ده، چې د وروستیو تروریستي بریدونو او د دوامداره تاوتریخوالي عاملین ځواب ویوونکي اوسي.»

د اروپايي پارلمان غړو تاوتریخوالي د پیښو قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره هم خواخوږي ښودلې او افغانانو سره یې د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده.

دوی د افغانانو ترمنځ د روانو خبرو لپاره د اسانتیاو د برابرولو د دیموکراسۍ د ارزښتونو، بشري حقونو ، قانون حاکمیت او د افغانانو د تیرو دوو لسیزو لاس ته راړونو د خوندیتوب په هدف چمتوالی ښودلی دی.

افغان حکومت د اروپايي پارلمان له دغه دریځ څخه هرکلی کړی دي.

د ولسمشر ویاند ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لکیلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت په کلکه په خپل هیواد کې په بیړني ډول د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د غندنې په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com