عبدالله:

د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د اختلافي ټکو پر حل توافق ته نېږدې شوي

10 میزان 1399 ساعت 14:09

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافي ټکو پر حل توافق ته نېږدې شوي دي.


د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافي ټکو پر حل توافق ته نېږدې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۹ مه اسلام آباد کې له فرانسپرس خبري آژانس سره مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، مرکچیان پر یو لړ هغو اختلافي مسایلو روغې جوړې ته نږدې شوي چې په قطر کې یې د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې ټکنۍ کړې دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دواړو لورو د اوس لپاره د حنفي اصول چې شیعه‌ګانو او نورو اقلیتونو سره به هېڅ ډول توپیري چلند نه‌کېږي، په رسمیت پېژندلی.

 د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې دوحه کې خبرې پیل کړې تر اوسه نه دي توانېدلي پر اصولو او اجنډا توافق ته ورسېږي.

د دوی اختلاف پر دوه ټکو و، چې یو د حنفي فقې په واسطه د ټولو مسایلو حل او بل د خبرو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ شولې هوکړه د اساس په شکل منل وو.

پر حنفي مذهب د طالبانو ټینګار دی، خو د افغان دولت مرکچیانو د جعفري مذهب چې د افغانستان په اساسي قانون کې یې د پیروانو حقونه خوندي شوي، مسئله رامخې ته کړې ده.

طالبان دغه ‌راز غواړي چې د سولې په یوې احمتالي موافقه کې د افغان دولت له نوم څخه ډډه وشي او پر ځای یې هغه یو ډول د افغانانو ترمنځ موافقه ونومول شي.
 
خو د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ویلي، داسې ښکاري چې په دې برخه کې هم پرمختګ شوی، خو نوموړي نور جزئیات ورنه ‌کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com