نن به د دولتي ښوونځیو ټول پاتې ټولګي هم حضوري زده کړې پیل کړي

12 میزان 1399 ساعت 7:50

د افغان حکومت د کابینې له پرېکړې او د پوهنې وزارت له اعلان سره سم به نن شنبې د تلې ۱۲ مه د ټولو دولتي ښوونځیو پاتې ټولګې پیل شي.


د افغان حکومت د کابینې له پرېکړې او د پوهنې وزارت له اعلان سره سم به نن شنبې د تلې ۱۲ مه د ټولو دولتي ښوونځیو پاتې ټولګې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرونا له امله د کال له پیل څخه ټول ښوونځي وتړل شول خو د کرونا په کمېدو سره خصوصي ښوونځي او د دولتي ښوونځي یولسم او دولسم ټولګي تر څو میاشتې ځنډ وروسته بېرته پیل شول.

خو د دولتي ښوونځیو له لومړي تر لسم ټولګې پورې لا هم نه و پرانستل شوي، تر دې چې تېره اوونۍ د افغان حکومت کابینې پرېکړه وکړه، چې د تلې په ۱۲ مه به د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګې هم پیل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مسولان وايي، د کابينې د دې اونۍ د پرېکړې پراساس د دولتي ښوونځيو له لومړي ترلسم تولګيو کې هم حضوري زده ‌کړې نن شنبه د میزان مياشتې په ۱۲مه نېټه پيلېږي.

د پوهنې وزارت د مسولانو په وینا، د افغانستان کابینې ومنله، چې له مخې يې بايد د دولتي ښوونځيو په پاتې ټولګيو کې هم حضوري زده‌کړې پيل شي.

هغوې زياته کړې ده چې، دغه پرېکړه کې د مرکز او ولايتونو ټول ښوونځي شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132099

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132099/

جمهور
  https://www.jomhornews.com