د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر وړمه ورځ ماښام مهال د دغه سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره د افغان سولې پروسې په پرمختګونو او دې بهیر ته د متوجه ننګونو په اړه بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي، اتمر له دې سفیرانو سره د افغان سولې پروسې په وروستیو پرمختګونو، دې بهیر ته په متوجه ګواښونو، اندېښنو او فرصتونو خبرې کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د یاد سازمان د غړیو هېوادونو سفیرانو د افغان سولې پروسې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو سفیرانو په داسې مهال د افغان سولې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی، چې ویل کېږي د حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونو تر ډېره اختلافي ټکي حل کړي او توافق ته نېږدې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل