۰

ولسمشرغني کویت او قطر ته روان شو

دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو پوړو چارواکو د پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر کویت او قطر ته روان شو.
ولسمشرغني کویت او قطر ته روان شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو پوړو چارواکو د پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر کویت او قطر ته روان شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او وروسره پلاوی نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه د کویټ او قطر په لور خوځېدلي دي.

ارګ وايي، کویت ته د ښاغلي غني د سفر موخه د دغه هېواد د مړه شوي امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح روح ته د دوعا او د کویت له حکومت او خلکو سره د غم شریکي ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر به په دغه دوه ورځي رسمي سفر کې د کویټ څخه وروسته قطر ته ولاړ شي او د دغه هېواد له امیر تمیم حمد بن ال ثاني، له لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او یو شمېر نورو چاروکو سره وګوري.

په خبرپانه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ  د اړیکو او همکاریو په پراختیا او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غنی به د قطر د دوحې یوه انستېتیوت کې دیپلوماتانو، استادانو او محصلینو ته هم وینا وکړي.

له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د چارو د ادارې رییس ډاکتر فضل محمود فضلي، د دفتر رییس یې محمد شاکر کارګر، د لوړو زده کړو، معارف، اقتصاد سرپرست وزیران، د ولسي جرګې غړی اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبدالطیف نهذت، کویت او قطر کې افغان سفیران مله ده.

د یادونې ده، چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ له تېرو دریو اوونیو راهیسې د سولې خبرې پیل شوې، چې لا هم دواړه لوري د اجنډا او اصولو پر ټاکلو خبرې کوي.

په ورته وخت کې ناتایید شوي راپورونه وايي، طالبانو د حکومت د اوربند غوښتنه منلې او د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې به د دواړو لورو تر منځ د اوربند تړون هم لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي