۰

نړیوال بانک: افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري

دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د امریکا غږ انګلسي برخې د نړیوال بانک د وروستیو معلوماتو له مخې راپور ورکړي، چې افغانستان کې د میلیاردو ډالرو لګولو سره سره د دغه هېواد زده کړو او تعلیم ته سمه پاملرنه نه ده شوې.
نړیوال بانک: افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري
د امریکا غږ انګلسي برخې د نړیوال بانک د وروستیو معلوماتو له مخې راپور ورکړي، چې افغانستان کې د میلیاردو ډالرو لګولو سره سره د دغه هېواد زده کړو او تعلیم ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک ویلي لا هم په افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري او کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان په آزاده فضا کې زده کړې کوي.

په معلوماتو کې ویل شوي، افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګول شوي، خو د افغان چارواکو له خوا معارف ته کمه توجه شوې، چې وروسره ښوونځي ته د تلونکو زده کوونکو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

نړیوال بانک په ښوونځیو کې د زده کړو پر کیفیت هم نیوکه کوي او وایي ډېری زده کوونکي په سختۍ په ابتدایه دوره کې په لیک لوست پوهېږي چې دې ټولو مسئلو ته جدي پاملرنه په کار ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مسوولینو له افغان حکومت غوښتي چې د ښوونځیو د کیفیت او ښوونکو د مسلکي کولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي