امریکا: په وسله وال برید کې ۳ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

14 میزان 1399 ساعت 9:58

راپورونه وايي، امریکا کې د یوه وسله وال برید پر مهال دریو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، امریکا کې د یوه وسله وال برید پر مهال دریو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې رامنځ ته شوې ده.

راپورنه وايي، یوه وسله وال بریدګر په هغه پلورنځي کې پر افغانانو ډزې کړې، چې ډېری وخت امریکا مېشتي افغانان په کې توکي اخلي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې یو افغان وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او یو له روغتون څخه رخصت کړی شوی دی.

ویل کېږي وژل شوی افغان د ننګرهار ولایت دی، چې دوه کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی وو.

امریکايي رسنۍ زیاتوي، بریدګر له پېښې وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132172

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132172/

جمهور
  https://www.jomhornews.com