سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر پر موټر د مخ پتو وسله والو له خوا برید شوی، چې موټر چلوونکي یې وژل شوی دی.
دغه پېښه نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه سهار مهال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید
جمهور خبري آژانس ته و ویل، مخ پټو وسله والو د بلخ د والي پر موټر چې خپله دی په کې نه و، وسله وال برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د والي په موتر کې یوازې موټر چلوونکی سپور و، چې په دغه برید کې وژل شوی دی.
تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض