راس ویلسن:

تاوتریخوالي زیاته شوې، افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري

14 میزان 1399 ساعت 14:42

په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی.


په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه لغمان کې تر شوي موټر بم برید وروسته په خپل ټوېټر لیکلي، چې د سیاسي تاوتریخواليله امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندي ځکه په وینا یې افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې نن په لغمان کې د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

والي له بریده روغ وتلی خو څلور ساتونکي یې وژل شوي دي.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا د والي له ساتونکو پرته نور ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې هم موټر برید برید وشو، چې ۱۶ تنه یې و وژل او ۳۷ نور یې ټپیان کړل.

په دغه برید کې هم دوه سرتېرو پرته نور ټول ولسي وګړي و، چې زیاتره په کې د ښوونځي ماشوم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132188

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132188/

جمهور
  https://www.jomhornews.com