ترکش ایرلاین شرکت یو ځل بیا افغانستان ته الوتنې بندې کړې دي

14 میزان 1399 ساعت 14:49

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، د ترکیې هیواد «ترکش ایرلاین» شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپل الوتنې بندې کړي دي.


د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، د ترکیې هیواد «ترکش ایرلاین» شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپل الوتنې بندې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه رسنیو ته وویل یاد هیواد په افغانستان کې د کورونا ویروس یو ځل بیا پراخېدو له امله خپلې الوتنې بندې کړي دي.

دی وايي، د ترکیې هیواد په دې اړه کوم مکتوب نه دی لېږلی، بلکې د ملکي هوايي چلند ادارې سره یې د نیولي تماس په ترڅ کې خپلې الوتنې بندې کړي دی.

د نوموړي په وینا دغه الوتنې به د اکتوبر میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته له سره پيل شي او یا به پیل نه شي معلومه نه ده.
 
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې زیاتوي، چې ترکش ایرلاین شرکت نه یوازې افغانستان بلکې، ایران او عراق ته هم خپلې الوتنې بندې کړي دي.

د یادونې ده، چې په افغانستان او نړۍ کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته د ترکیې په ګډون یو شمېر نورو شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي وي.

ترکش ایرلاین تر درې میاشتنې ځنډ وروسته د تېرې جون میاشتې پر ۲۴مه یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

خو یاد شرکت تر شاو خوا درې میاشتو الوتنو وروسته روانه اونۍ یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132189

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132189/

جمهور
  https://www.jomhornews.com