د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره کی ومړ

15 میزان 1399 ساعت 7:50

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره کی د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره کی د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تره کی د تېرې جمعې په ورځ په جلال آباد ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو وو.

تر پېښې وروسته روغتون ته ولېږدول شو، خو تر اوسه پورې په کوما حالت کې و، چې نن سه شنبې د تلې ۱۵ مه یې په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ  د تره کي مړینه تایید کړې وايي، د دې ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکو ته د نجيب تره‌ کي مړينه يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.

د افغانستان د کرکټ دا ځوان ملي لوبغاړی چې ډېری وخت یې په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کاوه په ۲۰۱۴ کې نړیوال کرکټ ته راغی.

لومړی شل اوریزه لوبه یې د بنګله دیش خلاف وه او په ۲۰۱۹ کې یې وروستۍ لوبه هم د بنګله دیش خلاف وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com