سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سرپل ولایت کې ۱۵۰ وسله وال طالبان له دولت سره یو ځای او له جګړې یې لاس واخیست.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل د پولیسو ویاند نورغا فیضي ویلي، دغه طالبان پرون دوشنبې د تلې ۱۴ مه له خپلو وسلو سره یو ځای د دولت سره مل شول.
د هغه په وینا د ګل احمد مرادي په مشرۍ دغه ۱۵۰ کسیزه ډلې خپلې ۱۵۰ میله وسلې هم دولت ته تسلیم کړې دي.
نوموړی وايي، یادې ډلې له دې مخکې د سرپل ولایت د کوهستانت ولسوالۍ په کاشان او اسمیدن سیمو کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د سرپل کوهستانت ولسوالۍ له ۷ کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل