د ولسمشر غنی سره د قطر د لومړي وزیر لیدنه، د افغان سولې سره بشپړه همکاري کوو

15 میزان 1399 ساعت 8:16

افغان ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه سره کتلي او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه سره کتلي او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي خلیفه لیدنه تېره شپه دوحه کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د قطر لومړي وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی او په دې لټه کې دی، چې ژر تر ژره افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

ښاغلي غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې په افغان سوله کې د قطر همکاري مهمه ده او ټینګار یې کړی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بایدلا پراخې او پیاوړې کړل شي.

د قطر لومړي وزیر د افغان سولې په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په دوحه کې د رسنیو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره غوښتنه ده، خو افغان حکومت ته اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې منشور سرې کرښې دي او دفاع به ترې کوي.

نوموړي دغه راز ویلي، مذاکراتي پلاوی له بشپړ ملاتړ او خپلواکۍ برخمن دی، پوره صلاحیت لري او د سولې اړوند ټولې پرېکړې کولی شي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ لومړی کویت او وروسته قطر ته ولاړ.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com