له افغان مرکچي پلاوي سره د ولسمشر لیدنه:

دولت او ملت په اساسي شکل د ۴۰ کلنې جګړې پای غواړي

15 میزان 1399 ساعت 8:41

ولسمشر غني قطر ته د سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره لیدنه کې ویلي، دولت او ملت په اساسي شکل د ۴۰ کلنې جګړې پای غواړي.


ولسمشر غني قطر ته د سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره لیدنه کې ویلي، دولت او ملت په اساسي شکل د ۴۰ کلنې جګړې پای غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د تلې ۱۴ مه له مرکچي پلاوی سره ولیدل او ویې ویل، چې دغه پلاوی د نظم او نظام استازیتوب کوي.

په دغه لیدنه کې د مرکچي پلاوی مشر معصوم ستانکزي و ویل، چې د هېواد اساسي قانون، ملي ګټې او د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک یې د مذاکرې اساسي کړنلاره ده.

نوموړي زیاته کړې«زموږ ټیم په وحدت او یوه غږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره هلې ځلې کوي.»

ښاغلي ستانکزي و ویل، چې دوی به په ټول قوت د مذاکراتو د بریالیتوب هڅه وکړي، تر څو تلپاتې سولې ته ورسېږي او هېوادوال له اوسنیو ناخوالو څه وژغورل شي، ځکه دا د ټول ولس هیله ده.

تر دې وروسته ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې له مرکچي پلاوی مننه وکړه، چې خپل لیدلوری او طرز یې د اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک  په رڼا کې عیار کړی دی.

ښاغلي غني ټیم ته و ویل« تاسو د وصل ټیم یاست، نه د فصل او ولس غواړي د څلوېښتو کالو غمیزه په اساسي توګه پایته ورسوئ او ملت د دغه ناورین اساسي حل په جمهوري نظام کې ویني. تاسو د نظم او نظام استازیتوب کوئ.»

ولسمشر زیاته کړه، چې نړۍ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه اجماع لري او حکومت د ملي او بین المللي پانګو د جذب لپاره هلې ځلې کوي.

ولسمشر وایي، هېوادوال او ان طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا باید په اساسي توګه درک شي.

افغان ولسمشر غنی همدارنګه مذاکره کوونکي پلاوي ته د هر ډول ملاتړ  ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com