۰
حنیف اتمر:

د طالب پلاوي سره د اختلافاتو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه چمتو شوي دي

سی شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د طلب پلاوي سره د اختلافاتو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه چمتو کړي دي.
د طالب پلاوي سره د اختلافاتو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه چمتو شوي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د طلب پلاوي سره د اختلافاتو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه چمتو کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی اتمر چې دا مهال له ولسمشر غني سره دوحه کې دي له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي چې طالبان هم باید نرم وښيي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې«زموږ ټیم د هغوی د ټیم لپاره د اختلافاتو د حل په موخه ځینې وړاندیزونه چمتو کړي دي، تمه دا چې دا وړاندیزونه مقابل لوري ته د منلو وړ شي.»

نوموړی زیاتوي، چې افغان حکومت له ټولو هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دخیل دي.

خو په وینا یې د افغانستان د سولې په مسئله کې د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو همکاري خورا مهمه ده او افغان حکومت له ټولو اړخونو سره پر لا ډېرو همکاریو خبرې کوي.

هغه زیاته کړې«د افغانستان د سولې په مسئله کې امریکا، روسیه، چین، ایران، پاکستان او قطر هر یو خپل رول لري او باید ترې استفاده وشي.»

حنیف اتمر وايي، افغان حکومت هڅه کوي په پوره توان د سولې روانه پروسه بریا ته ورسوي او ټول هغه خنډونه د ملګرو هېوادونو په مرسته ختم کړي چې د سولې د ځنډېدو سبب ګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي