۰
نبیل:

د دوحې خبرې نمایشي دي، غني به دا ځل پرېکنده پیغام تر لاسه کړي

سی شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې نمایشي بللې دي.
د دوحې خبرې نمایشي دي، غني به دا ځل پرېکنده پیغام تر لاسه کړي
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې نمایشي بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل په خپل ټوېټر پانه لیکل شوي، چې د سولې پروسې په اړه اصلي او مهم تصمیمونه له وړاندې نیول شوي او د دوحې اوسنۍ خبرې نمایشي دي.

نوموړي قطر ته د ولسمشر غني سفر ته په اشارې ویلي، چې اشرف غنی به دا ځل د سولې پروسې په اړه د قطري چارواکو له خوا څرګند پیغام تر لاسه کړي.

هغه لیکلي«تمه کېږي، چې غني به دا ځل د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه د امریکا له پوځ او دیپلوماتانو پرېکنده پیغام تر لاسه کړي، او داسې لیدل کېږي، چې بین الاافغاني خبرې یو نمایش دی.»

ښاغلي نبیل ټینګار کړی دا چې د سولې پروسه کې افغانان ټاکونکی رول نه لري او سوله نیابتي ده، نو ځکه یې پره اړه مهمې پرېکړې او لوی تصمیمونه له وړاندې نیول شوي دي.

د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې، که چېرې ولسمشر غني دا پرېکړې ونه مي کېدای شي تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
 
که څه هم نبیل دا نه دي ویلي، چې ولسمشر غني ته به د امریکا واضح پیغام څه وي، خو زیاتوي، چې د دغه ټولو مسایلو دلیل دا دی، چې ولسمشر غني دا درک نه کړه، چې د دغه پروسې اصلي لامل د امریکا ټاکنې دي نه په دوحه کې د افغان دولت مذاکراتي ټیم او دا په داسې حال کې ده، چې وخت په بېړه تېرېږي.
 
د ملي امنیت پخوانی رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو اونیو راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، خو لا هم دواړه لوري پر کاري اجندا او اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.
 
له بل پلوه ولسمشر غني هم د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ دوحې ته تللی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د امریکا د ملي امنیت شورا استازی او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم دوحې ته رسېدلي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي