۰

فرهاد عظیمي د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو

چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
د افغانستان د سیمه ییزه ادارو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې فرهاد عظیمي د بلخ ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.
فرهاد عظیمي د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو
د افغانستان د سیمه ییزه ادارو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې فرهاد عظیمي د بلخ ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په خپله خبرپانه کې زیاته کړې، چې عظیمي د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غنی د حکم پر اساس د بلخ د والی په توګه ټاکل شوی دی.

فرهاد عظیمي، چې په قزاقستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر و، د اسحاق رهګذر پر ځای د بلخ والي ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د بلخ د ولایتي شورا او د ولسي جرګې د غړي په توګه هم دنده اجرا کړې ده.

هغه تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی وو.

د یادونې ده، چې پرون غزني ولایت ته هم نوی والي وټاکل شو.

غزني ته جنرال سید عمر د وحیدالله کلیمزي پر ځای د والي په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي