سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د تلې ۱۶ مه له غرمې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ په اندا کوري سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، ولسوال سید شریف پاچا خپلې دندې ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر چاودنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د ولسوال په ګډون درې تنه وزل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د لغمان د ولایتي شورا د رییس عتیق الله عبدالرحمیزي په موټر هم ورته چاودنه شوې وه، چې د نوموړي په ګډون ۴ تنه په کې ټپیان شوي وو.
تر دې بیا یوه ورځ وړاندې د لغمان د والي په موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې والي ترې روغ و وت خو څلور ساتونکي او څلور ملکي وګړي و وزل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:لغمان