په راتلونکو دوه میاشتو کې به ډېری امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي

17 میزان 1399 ساعت 10:45

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې تر راتلونکي کرسمېس پورې به خپل اکثریت پوځیان له افغانستان څخه وباسي.


 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې تر راتلونکي کرسمېس پورې به خپل اکثریت پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ټرمپ په تازه ټویټ کې لیکلي«زموږ لږ شمېر پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي زموږ نور زړه ورې ښځې او زړه ور نارینه باید تر کرسمیس وړاندې خپل هیواد ته راوګرځي.»

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکا باید خپل ټول پوځیان د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې وباسي خو ټرمپ هڅه کوي چې تر مهالوېش وړاندې ځواکونه وباسي او په دې توګه د امریکا خلکو ته تر انتخاباتو مخکې وښيي چې له خپلې ژمنې سره سم یې له افغانستانه پوځیان ایستلي دي.

د ترمپ تر ټویټ لږ وړاندې د ده د ملي امنیت سلاکار ویلي، د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړي.

خو نوموړي وړاندې ویلي و، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ کړنلاره ناسمه او یوازې اتنخاباتي بڼه لري، چې په راتلونکې کې به خورا ګواښونه رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com