مودي له عبدالله سره لیدنه کې: هند د افغانانو د خوښې سولې ملاتړ کوي

17 میزان 1399 ساعت 14:20

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکترعبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي، هند د هغه سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او خوښه وي.


د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکترعبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي، هند د هغه سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او خوښه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالي شورا واي، عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن پنشنبې د تلې ۱۷ مه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي دي.

ښاغلي مودي په دغه لیدنه کې د افغانستان او هند تر منځ اړیکې تاریخي او پخوانۍ بللې او خپل هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

هغه د سولې په اړه ویلي، هند د هغه سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او خوښه وي، ځکه دا ډول یوه سوله کولی شي د ترهګرو د فعالیت زمینه له منځه یوسي.

په ورته وخت کې عبدالله د هند له مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او د سولې په تړاو یې د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو په اړه معلومات ورکړي دي او په دې برخه کې یې د هند هڅو ستاینه یې کړې ده.

د یادونې ده، چې عبدالله عبدالله د پاکستان څخه تر راستنېدو څو ورځې وروسته هند ته په پنځه ورځي سفر ولاړ او د سفر موخه یې هم د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com