د افغانستان،امریکا، او ترکمنستان استازو د سیمې پر امنیت او اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د یوه ویډیوي کنفرانس له لارې شوې او پرمهال له یو بل سره د ګډې مرستې په ارزښت ټینګار کړی دی.
په دغه ویډیويي کنفرانس، چې په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل لخوا یې کوربتوب کېده، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه اخیستې وه.
د غونډې په ګډې اعلامیې کې راغلي چې ګډونوالو د سیمه ییز امنیت، اقتصادي ودې او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
دوی همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو څخه هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړي.
د درې واړو هېوادونو استازو همداراز د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي سربېره په راتلونکي کې د دا ډول وبا او رنځونو سره په مبارزه کې له یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل