سرور دانش: طالبان یوه باغي او پر مسلمانانو تېري کوونکي ډله ده

19 میزان 1399 ساعت 13:15

د ولسمشر دویم مرستیال سرورد دانش د شریعت له مخې طالبان یوه باغی او پر مسلمانانو تېری کوونکي ډله وبلله.


د ولسمشر دویم مرستیال سرورد دانش د شریعت له مخې طالبان یوه باغی او پر مسلمانانو تېری کوونکي ډله وبلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دانش چې نن شنبې د تلې ۱۹ مه کابل کې یوې غوندې ته خبرې کولې و ویل، چې طالبانو له امریکا سره تړون لاسلیک کړی خو په افغانستان کې هره ورځ بریدونه کوي او بې ګناه انسانان وژني.

نوموړي زیاته کړه، چې همدې ته په کتو د شریعت له مخې طالبان یوه باغي ډله ده، چې پر مسلمانانو تېری کوي.

دانش د سولې خبرو ته په اشارې وايي، د افغانستان حکومت د قرآن او سنت په اساس، خو طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې په اساس د مذاکراتو د پرمخ بېولو غوښتونکي دي.

د هغه په وینا د طالبانو له لوري په افغانستان کې د جګړې دوام او د اوربند نه منل هم د قران د صریحو نصوصو خلاف عمل دی.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاتوی، چې افغانستان تر بل هر وخت د سولې راتګ ته اړتیا لري او باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

نوموړي د افغان دولت قضايي اداراتو ته په اشارې و ویل، چې د طالبانو له قضايي سیستم سره د پرتلې وړ نه دي او د حکومت هغه یې پېاوړې وبللې.

دانش دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ ولسمشر غنی دوحې ته د سفر په ترڅ کې د قطر د شخړو د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د افغان دولت سره د سولې خبرې د قران او سنتو په رڼا کې تر سره کړي، نه د امریکا سره د کړي تړون پر اساس.

د ولسمشر غني دغه څرګندونې پر طالبانو بدې ولګېدې او په غبرګون کې یې و ویل، چې دوی (افغان چارواکي) د قران لومړی د مخې زده کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 132312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com