۰

کابل کې د موټرو څلور حرفوي غله نیول شوي دي

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۰
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د موتر څلور حرفوي غله نیولي دي.
کابل کې د موټرو څلور حرفوي غله نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د موتر څلور حرفوي غله نیولي دي.

د جمجهور آژانس د خبر له مخې وزارت وایي، یاد غله د کابل د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا نیول شوي دي.

دغه وزارت نن شنبې د تلې ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه ې ویلي، دغه کسانو د موټرو د غلان په ګڼو قضیو کې لاس درلود او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و.
 
خبرپاڼه کې ویل شوي یادې ډلې تېره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه کرولا ډوله موټر تر غلا وروسته غوښتل وتښتي، چې د پولیسو تر خبرېدو وروسته چټک اقدام ترسره شوی او په پایله کې يې د اولسمې حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
 
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي