۰

ملي امنیت پر امرالله صالح د برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي دي

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۶
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید ۱۰ تنه عاملین یې نیولي دي.
ملي امنیت پر امرالله صالح د برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي دي
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید ۱۰ تنه عاملین یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن شنبې د تلې ۱۹ مه ویلي، دغه کسان د داعش او حقاني شبکې غړي دي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.

د یادونې ده، چې د امرالله صالح پر موټریز کاروان د وږی میاشتې پر ‍۱۹ نېټه د کابل ښار د پخواني تایمني په څلور لاري کې چاودنه وشوه، چې په کې ۱۰ تنه ملکي وګړي و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي