طالبان:هیله لرو ټرمپ له کرونا روغ شي او ټاکنې وګټي

20 میزان 1399 ساعت 8:00

طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روغتیايي وضعیت او په ټاکنو کې د هغه د ناکامېدو په احتمال اندېښنه ښودلې او د ټرمپ د رغېدو او ټاکنو د ګټلو هیله یې کړې ده.


طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روغتیايي وضعیت او په ټاکنو کې د هغه د ناکامېدو په احتمال اندېښنه ښودلې او د ټرمپ د رغېدو او ټاکنو د ګټلو هیله یې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، طالبان هیله لري چې ټرمپ له کرونا ویروس بشپړ جوړ او د ټاکنو کټونکی شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، دوی د دې غوښتونکي دي، چې ټءمب د ټاکنو کټونکی شي او هغه به له افغانستانه خپل  ټول سرتېري وبایسي.

په ورته وخت کې یوه بل طالب چارواکي هم د نوم نه ښودلو به شرط امریکايي رسنیو ته ویلي، دوی په دې اندېښمن و چې ټرمپ کرونا نیولی دی.

د دغه طالب چارواکي په وینا اوس ټرمپ جوړ دی او دوی هیله من دي چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

خو په ورته وخت کې د ولسمشر  ټرمپ یوه ویاند بیا رسنیو ته ویلي، ټرمپ د راتلونکو ټاکنو ګټونکی دی او د طالبانو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com