۰
عبدالله:

له وخته وړاندې به د امریکايي سرتېرو وتل د افغانستان پر وضعیت اغېز ولری

یکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
د ټرمپ له دې اعلان وروسته چې ټول سرتېري وباسي، د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له وخته وړاندې به د امریکایي سرتېرو وتل د افغانستان پر وضعیت اغېز ولري.
د ټرمپ له دې اعلان وروسته چې ټول سرتېري وباسي، د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له وخته وړاندې به د امریکایي سرتېرو وتل د افغانستان پر وضعیت اغېز ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند ته د سفر پر مهال اسوشېتډپرس ته مرکه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

عبدالله ویلي، هیله لري چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي نو په وینا یې په هغه صورت کې به د نړیوالو ځواکونو حضور ته اړتیا نه وي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له وخت څخه مخکې د ځواکونو وتل به اغیز ولري که نه؟ ویلي« هو، موږ له حقایقو سترګې نشو پټولی، خو دا کار به پر یو لوري د بل لوري د بري لامل نشي. دا به عواقب ولري او په دې اړه هېڅ‌ شک نشته. خو لا هغه ځای ته رسېدلي نه یو.»

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په افغانستان په جمهوري نظام ټېنګار کړی ویلي یې دي، دا هېواد هغه وخت باثباته پاتې کېدلی شي چې سوله په کې وي، او د ښځو او اقلیتونو د حقونو تر څنګ دموکراتیک او بشري حقونه په کې خوندي وي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې «موږ د طالبانو د پخواني اسلامي‌ امارت په اړه نه غږیږو، موږ د داسې یو وضعیت په اړه غږېږو چې طالبان د افغانستان له خلکو سره یو ځای او د افغانستان خلک د طالبانو سره یو ځای په کې رول ولري.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو په اړه ویلي، د نظرونو د اختلاف سره سره باید دواړه خواوې یو بل وزغمي او دا ومني‌ چې جنګ د حل لاره نه ده.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې تر راتلونکي کرسمس وړاندې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه کور ته راستانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي