۰

کابل امن نه دی کمپاین، ارګ ژر به یې امن کړو

یکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
پلازمېنه کابل کې د جنايي پېښو له زیاتېدو سره د ښاریانو اندېښنې زیاتې شوې او تر کابل امن نه دی عنوان لاندې یې کمپاین پیل کړی دی.
کابل امن نه دی کمپاین، ارګ ژر به یې امن کړو
 پلازمېنه کابل کې د جنايي پېښو له زیاتېدو سره د ښاریانو اندېښنې زیاتې شوې او تر کابل امن نه دی عنوان لاندې یې کمپاین پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاریان پولیس د امنیت په راوستلو او جنايي جرمونو سره د مبارزې برخه کې کمزوری او ناکام بولي.

ښاریان وايي، هره ورځ او هره شپه د کابل په هره سیمه کې، قتلونه، غلاوې، داړې او نور ګڼ شمېر جنایي جرمونه تر سره کېږي، خو کابل پولیس او کورنیو چارو وزارت یې په مخنیوي کې پاتې راغلې.

ان ځینې خو لا دا هم وايي، امنیت ځکه نه شي ټینګېدای، چې یو شمېر پولیس له مجرمینو سره لاس لري او په آزاده توګه خپل جرمونه تر سره کوي.
څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو داسې یوه ویډیو خپره کړه، چې پولیس لومړی د تلېفون غله نیسي، موټر ته یې خېژوي، خو لږ څه وړاندې یې چې بیا هلته یې بېرته خوشي کوي.

همدې ستونزو ته په کتو په خواله رسنیو کې د کابل امن نه دی کمپاین پیل شوی څو کورنیو چارو وزارت او ان ولسمشر دغه موضوع ته متوجه شي او د ښار امنیت لپاره اقدامات وکړي.

د دغه کمپاین په غبرګون کې ارګ وایي، چې کورنیو چارو وزارت به د خلکو اندېښنو د لرې کولو او امنیت د ټنګښت لپاره د ښاري امنیتي میثاق برنامه په ډېره غجله سره عملي کړي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، په همدې اړه د امنیتي سکتور تر منځ غونډه شوې او په کې یې د دغه ستونزې د لمنځه وړلو لپاره د پولیسو پر اقداماتو بحث کړی دی.

صدیقي زیاته کړې، چې کورنیو چارو وزارت به ژر د ښاري امنیتي میثاق برنامه عملي کړي، چې ورسره به د امنیت په اړه د خلکو اندېښنې هم لرې شي.

امنیت شورا هم ویلي، چې یادې شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ په دغه امنیتي غونده کې د کابل ښار پر عمومي امنیت خبرې شوې  دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي