د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم د انسان تښتوونکو له منګلو راخوشی شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین وايي، تېره شپه پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د بلخ د صرافانو اتحادیې مشر له انسان تښتوونکو لا خلاص کړی دي.
د ارین په وینا دغه کس چې له څه مودې راهیسې د انسان تښتوونکو له خوا برمته شوی و، کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.
د یادونې ده، چې د بلخ د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم د تلې په لومړۍ نېټه د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې اړند د سیاه ګرد له سمې هغه مهال چې له کور څخه د جومات پر لور روان و د انسان تښتوونکو له خوا برمته کړی شو.
د دغه صراف له تښتوول کېدو سره سم د بلخ صرافانو په لاریونو لاس پورې کړ او پر اړونده اداره یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره د دوی د ټولنې مشر د انسان تښتونکو له منګلو راخلاص کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل