۰

د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته! غله او مجرمین له پېژندلو سره سم و ولۍ

یکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي کابل پولیسو ته امر کړی، چې غله او مجرمین له پېژندلو سره سم و ولي.
د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته! غله او مجرمین له پېژندلو سره سم و ولۍ
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي کابل پولیسو ته امر کړی، چې غله او مجرمین له پېژندلو سره سم و ولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی اندرابي تېره شپه (د تلې ۱۹مه) د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې ته چې تر ټولو ناامنه بلل کېږي ورغلی او دغه څرګندونې یې هلته کړې دي.

نوموړي له پنځمې امنیتي حوزې د لیدنې پر مهال مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د مجرمینو او غلو پر وړاندې مبارزه چټکه کړي او له توپیر پرته غله او مجرمین په نښه کړي.

ښاغلي اندرابي، مسوولانو ته جدي خبرداری ورکړی، چې که په دنده کې ناغېړي وکړي پر وړاندې به یې قانوني جدي چلند ورسره وشي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکتور غونده کې د کابل د امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.

دغه غونده له هغې وروسته وشوه، چې کابل ښار کې جنایي پېښو د کابل ښاریانو خوب وړی او په ټولینزه رسنیو یې کابل امن نه دی کمپاین پیل کړی دی.

ښاریان وايي، د ښار په هېڅ ځای کې ځان خوندي نه ویني، ځکه هره ورځ له بېلا بېلو سیمو، د غلاو، قتلونو، داړو، ډاکو او بېلا بېلو جنیايي جرمونو پېښې ویني او اوري.

د ټولنیزو رسنیو کې په زیات شمېر افغان کاروونکي هم په خپلو پاڼو په همدې اړه شکایتونه کړي او له چارواکو یې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي