دوحه کې د سولې خبرې:

په تګلاره توافق نه دی شوی، خو افغان پلاوی هڅه کوي ژر توافق ته ورسېږي

21 میزان 1399 ساعت 12:02

د قطر پلازمېنه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې پر سر د خبرو د پیل څخه کابو یوه میاشت اوړي، خو دواړه لوري تر اوسه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.


 د قطر پلازمېنه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې پر سر د خبرو د پیل څخه کابو یوه میاشت اوړي، خو دواړه لوري تر اوسه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو ترمنځ شکل ټکي و، چې په لومړیو ورځو کې پرې خبرې وشوې او پر ۱۸ مواردو یې توافق شوی دی.

خو دوه موارد چې یو یې د خبرو بنسټ باید څه وي او بل پرېکړې باید د حنفي که د جعفریه مذهب پر بنسټ وشي هغه ټکي دي، چې خبرې یې ځنډولې او لا هم دواړه لوري پرې توافق ته نه دي رسېدلي.

طالبان ټینګار کوي، چې د خبرو بنسټ باید د امریکا او طالبانو تر منځ د شوی تړون پر اساس وي او پرېکړې باید یوازې د حنفي مذهب پر بنسټ وشي.

خو افغان لوی ټینګار کوي، چې د خبرو بنسټ باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي او دغه راز د اساسي قانون مطابق جعفریه مذهب هم رسمي دی او طالبان یې باید ومني.

د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ د همدې دوه موضوعاتو پر سر څو ځله ناستې وشوې، چې بې پایلې پای ته ورسېدې.

خو اوس افغان حکومت وایي، د دوی پلاوی طالبانو ته د یادو ستونزو د حل په موخه ځینې طرحې وړاندې کړې، چې د مقابل لوري له خوا په خپل منځ کې پرې سلا مشورې روانې دي.

د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي، افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې دي څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي چې وکړی شي ناندرۍ ختمې کړي او مذاکرات رسما پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132368

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132368/

جمهور
  https://www.jomhornews.com