خلیلزاد دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاوو سره لیدلي

21 میزان 1399 ساعت 12:08

له قطر څخه راپورونه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو سره لیدلي دی.


له قطر څخه راپورونه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو سره لیدلي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوحه کې مېشت خبریالان وايي، خلیلزاد دواړه لوري هڅوي، چې ژر تر ژره د مذاکراتو پر تګلاره توافق وکړي.

سرچینه زیاتوي، ښايي د دواړو لورو تر منځ  نن هم کومه غونډه ونه شي، خو په راتلونکو ورخو کې به مهمې غوندې ولري.

په ورته وخت کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره ستونزو ته حل لار پیدا او یوه توافق ته ورسېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي، افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې دي څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي چې وکړی شي ناندرۍ ختمې کړي او مذاکرات رسما پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 132369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com