د احصائې رییس:

برېښنايي پېژند پاڼه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي درج کېدل تخنیکي ستونزه وه

21 میزان 1399 ساعت 14:39

د مرکزي احصائې مشر احمد جاوید رسولي وایي، په برېښنايي پېژند پاڼه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي ژبې درج کېدل یوه تخنیکي تېروتنه وه.


د مرکزي احصائې مشر احمد جاوید رسولي وایي، په برېښنايي پېژند پاڼه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي ژبې درج کېدل یوه تخنیکي تېروتنه وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رسولي دغه څرګندونې نن دوشنبې د تلې ۲۱ مه د ولسي جرګې په همدې تړاو په استجوابیه غونده کې وکړې.

د جرګې د داخلي امنیت کمېسیون رییس خان آقا رضايي و ویل، چې د احصایې د ملي ادارې له خوا د پېژندپاڼې په ډیټابس کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي درج کول تېروتنه نه، بلکې د یوې ژبې د فرهنګ سره ښکاره دښمني او د نه منلو ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ادارې رییس او همغږي یې په دې کار سره د خلکو تر منځ د نفاق رامنځ ته کولو او قانون د ماتولو هڅه کړې، چې باید له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي شي.

خو د مرکزي احصایې مشر د رضايي دغه څرګندونې رد کړې ویې ویل، چې په ډېټابس کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي درج کېدل یوه تخنیکي ستونزه وه.

د هغه په وینا نه یوازې فارسي، بلکې پښتو او ازبکي هم د هېواد څخه د بهر افغانانو لپاره د بهرنۍ ژبې په توګه درج شوې وه.

رسولي و ویل، چې د دغه تخنیکي تېرونکې قصدي بلل یوه لویه اشتباه او کاملآ تور پورې کول دي، ځکه په وینا یې د دوی په اداره کې دا نشته چې څوک دې د هېواد ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه وګوري.

نوموړي زیاته کړه، چې دا تېروتنه د مخابراتو وزارت له خوا شوې، خو ځینې کسان د دغه خبرې څخه د سیاسي ګټې اخیستنې په لټه کې دي.

خو جرګه کې د هرات استازي محمد رضا خوشک د رسولي خبرې رد کړې او هغه یې تورن کړ، چې د اریوبي د وزارت پر مهال یې د مخابراتو وزارت په کارونو کې لاسوهنه کوله.

بل خوا یو شمېر وکیلانو ټینګار درلود، چې هېڅ کس ته باید اجازه ورنه کړل، چې قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو ته لمن و وهي او یو شمېر کسان باید له دغه ډول موضوعاتو سیاسي ګټه پورته نه کړي.

د غوندې په پای کې د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، چې په دغه شرایطو کې باید جدي احتیاط وشي، ځکه دغه ډول موضوعاتو ته لمن وهل ملي یووالی زیانموي.

رحماني د جرګې د مرکزي تفتیش، داخلي امنیت او عدلي او قضايي کمېسیونو ته دنده وسپارله چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي او پایلې یې له جرګې سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 132379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com