ولسمشر غني: طالبانو ته به پر لښکرګاه برید ډېر ګران تمام شي

21 میزان 1399 ساعت 14:44

د هلمند والي جنرال یاسین خان د ولسمشر غني له قوله ویلي، چې طالبان ته به د هلمند پر مرکز لښکرګاه برید ډېر ګران تمام شي.


 د هلمند والي جنرال یاسین خان د ولسمشر غني له قوله ویلي، چې طالبان ته به د هلمند پر مرکز لښکرګاه برید ډېر ګران تمام شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاسین خان دغه څرګندونې پر خپله رسمي پاڼه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ولسمشر د هلمند د روان وضعیت په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي ولسمشر غني د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې طالبانو ته به پر هلمند وروستی برید ډېر ګران تمام شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې هلمند ته یې تازه دمي ځواکونه او نظامي تجهیزات لېږلي دي څو د دغه ولایت وضعیت کنټرول کړي.

دغه راز ولسمشر امنیتي ادارو ته امر کړی چې د هلمند وضعیت په جدي توګه وڅاري او د هر ډول اړین غبرګون او اقدام لپاره تیار وي.

د هلمند والي بیا وایي چې دمګړی افغان ځواکونه پیاوړي دي او د طالبانو دغه ډول بریدونه به بریالي نه شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم نن په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه، چې ولسمشر د هلمند له والي سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې او هغه ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

صدیقي وايي، طالبان به ونه توانېږي، چې هلمند کې کومې سیمې لاندې کړي، ځکه په وینا یې افغان ځواکونه د دې بشپړ توان لري، چې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو پرون راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالۍ کې ډلیز بریدونه پیل کړي دي، چې د لښکرګاه د څلورمې حوزې ځینې سیمې یې هم لاندې کړې دي.

خو سیمه ییز چارواکي وايي، د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو په رسېدو او عملیاتو سره طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او عملیات لا هم دوام لري.

د ځايي چارواکو په وینا په جګړه کې تر اوسه پورې تر ۱۰۰ پورې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر یې پاکستانیان دي او ځينې یې ژوندي نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com