اروزګان:

په جګړه کې ملکي وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 میزان 1399 ساعت 7:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د دواړو لورو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د دواړو لورو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په ښکته لنډیانه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري وایي، طالبانو په یاده سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې د پوستې د قوماندان په ګډون درې ملي پولیس وژل شوي دي، خو په ځوابیه برید کې د څو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

قوماندان خنجري زیاتوی، چې په دغه جګړه کې لس ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو دریو اوونیو راهیسې یې په دهراود ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او کلابند کړې یې ده.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 


د مطلب کود: 132393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com