کندوز:

په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 میزان 1399 ساعت 8:10

ملي دفاع وزارت وايي، کندوز ولایت کې د طالبانو له لوري یوه توغول شوې هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې ده او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، کندوز ولایت کې د طالبانو له لوري یوه توغول شوې هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې ده او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاتوي، چې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۲ مه خو په کندوز کې رامنځ ته شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودلی.

امان وایي، په دغه پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی وو.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com