اروپايي ټولنه:

افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر وړاندې عملي ګامونه واخستل شي

22 میزان 1399 ساعت 10:23

اروپايي تولنې افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي، د دغه تاوتریخوالي د درېدو لپاره باید عملي او ګوټلي ګامونه واخستل شي.


اروپايي تولنې افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي، د دغه تاوتریخوالي د درېدو لپاره باید عملي او ګوټلي ګامونه واخستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د یادې ټولنې استازي رونالډ کوبیا هلمند کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې په یوه ټوېټ کې ویلي پر لښکرګاه د طالبانو برید او هلته وروستیو نښتو وښوده، چې تاوتریخوالی نه دی کم شوي، بلکې زیات شوی دی.

د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړې، چې یادو نښتو ته په کتو لیدل کېږی، چې په دې برخه کې پر شته هوکړې عمل نه کېږي.

نوموړي ویلي سره له دې چې دا تاوتریخوالی باید وغندل شي، تر څنګ یې د مخینوي د دوام لپاره باید عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړی شي.

رونالډ کوبیا وايي، ټول اړخونو ته په کار ده، چې دغه تاوتریخوالی وغندي او د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو وړمه ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې ډلیزو بریدونه وکړل، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوې ده.

دا بریدونه پر داسې مهال کېږي، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې پر سر خبرې روان دي، خو لا هم کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

شنونکي وايي، د تاوتریخوالي او جګړو زیاتېدا نه یوازې مرګ ژوبله اړوي، خلک د سولې په اړه بې باوره کوي، بلکې د سولې خبرو ته هم ستر زیان اړولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com