نامعلومه وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی

22 میزان 1399 ساعت 12:18

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار کې نامعلومه وسله والو کسانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار کې نامعلومه وسله والو کسانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د تلې ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د جلال آباد ښار د تلاشۍ په څلور لارې کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي د ګل نواز په نوم ۳۰ کلن دیني عالم په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي پر دغه دیني عالم له یوې ریکشا څخه ډزې شوې او وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 132410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com