ولسمشرغني له عبدالله عبدالله سره لیدلي دي

22 میزان 1399 ساعت 12:20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه پرون دوشنبې د تلې ۲۱ مه ارګ ماڼۍ کې شوې ده.

ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، عبدالله په دې ناسته کې هند ته د خپل سفر جزیات او معلومات له ولسمشر غني سره شریک کړل.

په خبرپانه کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو په ترسره شوې کتنه کې قطر هېواد ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو هم خبرې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په شوې لیدنه کې دوحې ته د ولسمشرغني او دولتي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وبلل شو.

د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ ولسمشر غني قطر او کوېټ او ډاکتر عبدالله عبدالله هندوستان ته سفرونه وکړل، چې  هدف یې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ ییزې اجماع پیاوړي کېدل بلل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com