۰
ولسمشرغني:

د بې ځایه لګښتونو مخنیوی او د جګړې پر لومړۍ کرښه باید تمرکز وشي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي او د بېځایه لګښتونو څخه باید مخینوی وشي.
د بې ځایه لګښتونو مخنیوی او د جګړې پر لومړۍ کرښه باید تمرکز وشي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي او د بېځایه لګښتونو څخه باید مخینوی وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲۲ مه چهارچینو ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې د هلمند وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوي.

ولسمشر په دغه کنفرانس کې زیاته کړه، چې د قوې مؤثر استعمال ډېر مهم دی او له نوي ماحول سره د تعامل لپاره نوي لیدلوري ته اړتیا ده.
 
هغه زیاته کړه، افغانان د خپلواکۍ ساتلو لپاره قانونمند نظام ته اړتیا لري او دغه نظام د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږي.
 
ښاغلي غني امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې وویل« موږ د بېځایه لګښتونو د مخنیوي ښه تجربه لرو او د تشکیلاتو د اصلاح جدي اړتیا ده. منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي او د بېځایه لګښتونو مخنیوی ممکن دی.»
 
ولسمشر وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی د ښه انسجام لامل شوی، خو لا زیاته پاملرنه باید ورته وشي او اصلاحات په تصمیم نیولو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي