هرات کې یو صراف وژغورل شو او انسان تښتوونکي ونیول شول

23 میزان 1399 ساعت 10:28

کورنیو چارو وزارت او د هرات پولیس چارواکي وايي، پولیسو هرات ولایت کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشی کړی دی.


کورنیو چارو وزارت او د هرات پولیس چارواکي وايي، پولیسو هرات ولایت کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه صراف دوه ورځې وړاندې د هرات ښار انسان تښتوونکو تښتولی و او د ښار اړوند شېرزي کوڅه کې یې په یوه کور کې ساته.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وایي، پولیسو له دوه ورځو پلټنو وروسته د تښتول شوي صراف ځای تشخیص او عملیات یې پرې وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې صراف د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی او په تړاو یې ۸ تنه نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې هرات پولیسو یو تن صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د یادونې ده چې  له دې وړاندې په مزارشریف کې هم انسان تښتوونکو د صرافانو د اتحادیې مشرعبدالقیوم رحیمي تښتولی وو چې له ډېرو اعتراضونو وروسته را خوشې شو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 132440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com