د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هلمند د عمومي وضعیت ارزونې په موخه د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ته رسېدلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي خالد نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه هلمند ته تللی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي خالد د هلمند له والي جنرال یاسین او یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او د دغه ولایت په امنیتي وضعه یې خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې ویل کېږي له اسدالله خالد سره د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.
ښاغلی خالد په داسې مهال هلمند ته تللی، چې طالب جنګیالیو له تېرې یکشنبې ورځې راپدېخوا د لښکرګاه ښار په ګډون په یو شمېر سیمو بریدونه پیل کړي چې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
د معلوماتو له مخې تر اوسه ددې نښتو له امله له ۵ زره زیاتې کورنۍ بېځایه شوي دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
که څه هم دواړو لوریو ته د اوښتې مرګژوبلې په هکله کره جزیات نشته خو د امنیتي چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه ددې جګړو له امله له ۲۵۰ زیات طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې نن د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دوه د ملي اردو څرخکې چې د ټپیانو د انتقال لپاره ورغلې وې رالوېدلي او ۹ کسان پکې وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ددې څرخکو د رالوېدو لامل تخنیکي ستونزه یاده کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل