ناټو: طالبان باید تاوتریخوالی ودروي

24 میزان 1399 ساعت 7:54

ناټو په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې تر ډولو زیات بللی او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې ده.


ناټو په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې تر ډولو زیات بللی او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو په یوه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې روانه تاوتریخوالی او جګړه د اندېښنې وړ ده.

د ناټو د ملکي استازي وینا دا په تېرو لسو کلونو کې بې مخینې تاوتریخوالی دی.

سټیفانو پانتیکورو ویلي، طالبانو ته په کار ده چې له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

نوموړي افغان پوځیان پیاوړي بللي او په خبره یې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي هم نو افغان پوځ د دفاع وړتیا لري.

دی وايي، افغان ځواکونه به تر  ۲۰۲۴ کال پورې د ناټو بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري او تر هغه وروسته به په کنفرانسونو او نړیوالو غونډو کې د دغه ملاتړ د تمدید اړتیا وي.

د ناټو ملکي استازي یو ځل طالبانو ته په خطاب ټینګار کړي، چې د نړیوالو مرستې په افغانستان کې په وضعیت پورې تړلې دي.

د هغه په وینا دا چې د افغانستان حکومت څومره قانوني، نړیوالو او افغانانو ته د منلو دی، همدې ته په کتو به نړیوال له دغه هېواد سره خپلې مرستې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132472

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132472/

جمهور
  https://www.jomhornews.com