د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید شرایطو ته په کتو وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مارک میلي د امریکا ان پي آر راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي هڅه کیږي، چې د افغانستان جګړه مسوولانه او په ډېر احتیاط ختمه شي.
جنرال میلي ټينګار کړي، چې د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په هکله هر ډول تصمیم باید د افغانستان د داخلي شرایطو له مخې و اوسي.
نوموړي تایید کړې، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر به تر راتلونکي میلادي کابل پورې ۴۵۰۰ ته راټیټ شي، خو په وینا یې ټرمپ تر اوسه د نورو امریکايی سرتېرو د کمولو په اړه وروستی تصمیم نه دی نیولی.
هغه زیاته کړې« عمده ټکی دا دی چې د جګړې د مسوولانه او سنجوول شوي پای هڅه کوو، تر څو دغه کار په داسې شرایطو وشي، چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د اساسي علایقو مصوونیت ډاډمن کړي.»
جنرال میلي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوونۍ وړاندې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې پاتې سرتېري باید تر کرسمس پورې بېرته امریکا ته ولېږدول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل