امرالله صالح: ډېر ژر به د هلمند له بې ځایه شویو سره مرسته وشي

24 میزان 1399 ساعت 10:56

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به هلمند ولایت کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشي.


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به هلمند ولایت کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د تلې ۲۴ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له دغه کورنیو سره د مرستې لپاره د همغه پیل څخه چمتوالی پیل شوی دی.

ښاغلي صالح لیکلي«زموږ د مظلومو هېوادوالو سره چې د طالبانو د تاوتریخوالي، ظلم او وحشت له امله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي او لښکرګاه ته یې پناه وړې، مرستې به ورسره وشي.»

نوموړي ټینګار کړي، چې له دغه کورنیو سره د مرستو لپاره د همغه پیل سره سم اقدامات او چمتوالی پیل شوی او دېر ژره به یې په اړه معلومات کابل کې د مسوولو ادارو او یا هم د هلمند د ځايي دولتي چارواکو له خوا د خلکو سره شریک شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلې لیکنې په پای کې ویلي«لعنت دې وي پر طالبانو او د هغوی پر پوچه جګړه.»

د یادونې ده، چې په هلمند ولایت کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

طالبانو شپږ ورځې وړاندې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو پر ځینو سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل، چې ورسره سمه جګړه ونښته.

د دغه جګړې له امله تر اوسه پورې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، کابو ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې شوې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.

له هلمنده راپورونه وايي، د جګړې له امله بې ځایه شوې کورنۍ له سخت حالت سره مخ دي او که مرسته ورونه رسېږي انساني ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com