اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر سوله خبرې کړې

26 میزان 1399 ساعت 8:02

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو سره لیدلي دي.


د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او پونتېکورو لیدنه پرون شوې او دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دغه لیدنه کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواو ته د باوراو منلو وړ وي.

دی وايي، د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات به بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132512

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132512/

جمهور
  https://www.jomhornews.com