د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

له کرسمس وروسته به هم ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان افغانستان کې حضور ولري

26 میزان 1399 ساعت 8:29

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وايي، له کرسمیس وروسته د ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې به هم تر دوه نیم زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره وي.


د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وايي، له کرسمیس وروسته د ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې به هم تر دوه نیم زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوبراین ویلي، ټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی، چې د ۲۰۲۱ کال تر لومړیو پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.

اوبراین سي این بي سي تلوېزیون سره خبرو کې ویلي، چې په نهایت کې افغانستان باید د افغانانو له لوري اداره شي او افغانان باید سره یولاس شي او د خپل افغانستان لپاره یوه حللار ومومي.

دی وايي، د ولسمشر امر به پر ځای کړي ځکه چې د ټولو قواوو عمومي قوماندان دی او له دې موضوع دفاع وزیر مارک ایسپر هم پوره خبر دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اوبراین دا خبره وروسته له دې وکړه چې ټرمپ په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوه ځلې وویل چې تر کرسمیس پورې به له افغانستانه امریکايي پوځیان ووځي.

خو د ټرمپ تر اعلان وروسته د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي د ټرمپ څرګندونې احساساتي او غیرعملي وبللې او ویې ویل، چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل باید شرایطو ته په کتو تر سره شي.

نوموړي ټینګار کړیو، چې په دغه کار کې بېړه کول به په راتلونکې کې د امریکا د ملي امنیت لپاره ستر ګواښ پېښ کړي، نو ځکه باید سرتېري د افغانستان شرایطو ته په کتو وایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com