امرالله صالح:

د کابل امنیت مې خپله پر غاړه اخیستی، پر مجرمینو به رحم ونه کړم

26 میزان 1399 ساعت 9:09

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د امنیت مسوولیت یې مستقیمآ خپله پر غاړه اخیستی او پر غلو، داړه مارانو، مجرمینو او د هغوی پر ملاتړو به رحم ونه کړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د امنیت مسوولیت یې مستقیمآ خپله پر غاړه اخیستی او پر غلو، داړه مارانو، مجرمینو او د هغوی پر ملاتړو به رحم ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې تېره (جمعه شپه) د تلې ۲۵ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلې وايي، دغه کار یې د ولسمشرغني د هدایت سره سم پر غاړه اخیستی دی.

هغه زیاته کړې«د ښاغلي ولسمشر د هدایت سره سم به د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت مسوولیت خپله پر غاړه واخلم.»

نوموړي ټینګار کړي، چې د قانون د پلي کولو او د خلکو د امنیت د تامین په خاطر د مصلحت په نوم څه نه پېژني او پر جنایت کوونکو یې رحم په قانون کې ځای نه لري.

دی وايي، خپلو نورو دندو او مسوولیتونو ته به هم  د پخوان په شان له دغه کاره سره هممهاله رسېدنه کوي، چې د امنیتي میثاق تطبیق کول یې یوه برخه ده.

ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«کابل کې د خپل ورغوري په شان بلد یم، ټولې پخوانۍ دندې او مسوولیتونه به په عادي شکل مخ ته وړم، تاسو ډاډه اوسۍ، د غلو، لنډه غرو، خلکو ازرونکو، باج اخیستونکو، قانون تښتېدونکو، د دولت او خلکو د املاکو د غاصبینو، متکررو مجرمینو، چې تر پرده لاندې فعالیت لري او زورواکو ټولو نوملړ مخکې له مخکې ترتیب شوی دی.»

د ولسمشر لومړي مرستیال له خلکو غوښتي، چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او اعتبار همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولی شي امنیتي مسایل د دوهم معاونیت پورې ورورسوي.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او د ټولنې له بېلا بېلو پاړکیو سره د هغوی نېږدې کول یې د کار بله برخه ده، چې د دغه وصل لپاره بېلا بېلې او ګڼې لارې شتون لري، نو ځکه باید خلک په دې برخه کې خپله همکاري درېغ نه کړي او د مجرمینو او جنایتکارانو د منځه وړلو برخه کې خپل پاک رول ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې په دې وروستیو کې د غلا، شوکو، قتلونو او نور جنايي پېښو په زیاتېدو سره خلک اندېښمن شوي او پر امنیتي بنسټونو یې فشار اچولی، چې د دغه کار مخنیوی وکړي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو ورځو کې ځینې اقدامات کړي او ان سرپرست وزیر یې پولیسو ته پر مجرمینو د ډز کولو اجازه هم ورکړې، خو بیا هم د جنايي پېښو په رامنځ ته کېدو کې لږوالی نه تر سترګو کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com