فراه: په جګړو کې ۸۲ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 میزان 1399 ساعت 11:03

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ویلي، جګړې د دغه ولایت په بالابلوک، اناردره او پشت کوه ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې په ټول کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په دغه جګړه کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې فراه په ګاونډ هلمند ولایت کې هم له تېرو اتو ورځو راهیسې جګړې زور اخیستی، چې د ځايي چارواکو په وینا تر اوسه په کې له ۳۰۰ زیات طالبان وژل شوي دی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 132532

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132532/

جمهور
  https://www.jomhornews.com