ننګرهار کې یو تن له ۵۳ میله وسلو سره نیول شوی دی

27 میزان 1399 ساعت 7:45

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یو تن د لسګونه میله وسلو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یو تن د لسګونه میله وسلو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیول شوی کس تاج الدین نومېږي، د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دغه وسلې یې له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدولې وې.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، یاد کس له ځان سره ۵۱ میله تومانچې او دوه میله کلاشنکوفونه راوړي وو.

د قوماندان په وینا پولیسو دغه د وسلو قاچاق کوونکی د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیوه.

د ننګرهار امنیه قوماندان زیاتوي، چې نیول شوی کس به ډېر ژر د قانوني اجرآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې یاد کس وسلې چېرته لېږدولې او د څه لپاره.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 132551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com